آمو خدماتي مرکز په هیوسټن، ټکساس کې یو باوري، جامع او د ټولنې پر اړتیاوو ولاړ خدماتي مرکز دی. موږ خپلو درنو مراجعینو ته د ژباړې، قانوني اسنادو تصدیق (نوټري)، او د بېلابېلو ډولونو بیمې خدمات په لوړ کیفیت، باور او صداقت سره وړاندې کوو. زموږ بنسټ د دې پر اصولو ولاړ دی چې ټولنې ته اسانتیاوې برابرې کړو، د ژبنیو، قانوني او مالي ستونزو لپاره ساده، شفاف او چټک حلونه وړاندې کړو.
موږ باور لرو چې د نوي ژوند پیل، مهاجرت، کاروبار، قانوني اسناد یا حتی ورځني ارتباطات ډېر ځله له ژبنیو یا رسمي خنډونو سره مخ وي. آمو خدماتي مرکز دلته دی چې دغه خنډونه لرې کړي او تاسو ته داسې خدمات وړاندې کړي چې ذهنی آرامتیا، قانوني مصئونیت او کلتوري تفاهم تضمین کړي.
د ژباړی مسلکي خدمات
-
ژباړه
آمو خدماتي مرکز د اسنادو، وېب پاڼو، او ملټي مېډیا په برخه کې کره، مسلکي او له کلتوري پلوه برابره ژباړه وړاندي کوي.
د سیمی او کلتور مطابق ژباړه
آمو خدماتي مرکز ژباړل شوی مواد، د خلکو لپاره داسې برابروي چې له ژبني او کلتوري اړخونو سره پوره او کره سمون ولري.
شفاهي ژباړه يا
د آمو خدماتي مرکز مسلکي ژباړونکې د غونډو، کنفرانسونو او بېلابېلو پروګرامونو لپاره په ژوندۍ بڼه د ژباړي لپاره په حضوري او انلاین ډول خدماتو ته چمتو ده.
که ګران هیوادوال په محکمه کې، په روغتون کې يا په بله هره برخه کې حضوري يا هم انلاین ژباړونکي ته اړتیا لري، آمو خدماتي مرکز یې په خدمت کې ده.
سمون او کرهکتنه
آمو خدماتي مرکز د هر ډول لیکلي متنونو د سمون او کره کتنې لپاره چمتو دی.
لېکل
آمو خدماتي مرکز د هر ډول غږیزو موادو متن ته په کره ډول د اړولو په برخه کې مسلکې خدمات وړاندي کوي.
د ژبې شخصي زده کړه
آمو خدماتي مرکز په انفرادي درسونو کې چې له زدهکوونکو سره د هغوی د فصاحت، ګرامر او لغاتو په پیاوړتیا کی مرسته کوي، خدمات وړاندي کوي.
د قانوني اسنادو یا نوټري خدمات
-
لوړه اخيستل: د لوړې اسناد تاید یا ټاپه کول
تصدیق شوې کاپۍ : د اصلي اسنادو کاپي تاید یا ټاپه کول
د قرضې معاملاتو اسناد: د کور یا موټرو اخیستلو د قرضې، ملکیت سندونو او نورو اسنادو توثیقول.
سوداګریز اسناد : د قراردادونو، توافقنامو او شرکرتونو د اسنادو تایدول.
د سفر اجازې او تعهد نامې: د ماشومانو لپاره بهر ته د سفر اجازه لیکونه تایدول یا ټاپه کول
د بیمې خدمات
-
د موټرو بیمه: د وړو او غټو موټرو، او موټرسایکلو لپاره ارزانه او مناسبه بیمه
د کور او کرایې بیمه: د ملکیت او شتمنیو د ساتنې لپاره بیمه
د کاروبار بیمه: د وړو او سترو کاروبارونو لپاره ځانګړي بیمه
د ژوند او روغتیا بیمه: د ژوند، روغتیا او اضافي پوښښ له لارې د خپلی کورنۍ راتلونکی له آمو خدماتي مرکز سره مصئون کړئ.
د کاریګرو او ځانګړو خطرونو بیمه: د ځانګړو حقوقي او مسلکي خطرونو لپاره بیمهزموږ ځانګړتیاوی:
✔ په ټېکساس کې جواز لرونکي او تجربه لرونکي نمایندګان
✔ له باوري شرکتونو څخه رقابتي نرخونه
✔ شخصي پاملرنه او له سیمی کافی شناخت
✔ د دعوې (Claim) لپاره چټکه پروسهکه تاسو په هيوسټن، ډالاس، آسټن، سان انټونیو يا د ټېکساس په هر ګوټ کې یاست، موږ تاسو ته د مناسبې او ارزانه بیمې په برابرولو کي مرسته کوو.
6065 Hillcroft Avenue, Suite 222,
Houston, Texas, 77081
📞 713-566-0564 | 📧 insurance@amu-services.com